انجمن تاریخ افغانستان   Afghan Historical Society   دافغانستان د تاریخ ټولنه
د افغانستان د تاریخ د ټولنی وبسایت ته ښه راغلاست
په لاندی تڼۍ کلیک وکړۍ او د ټولنی غړی شۍ



Bank Account Details:

Account Name: Afghan Historical Society
Bank Name: Commonwealth Bank of Australia
Account Number: 064185 10543847
Branch Address: North Lakes, Qld, Australia 4509
BIC/Swift Code: CTBAAU2S

آغلې درخانۍ ذهین

آغلې درخانۍ ذهین په یوه منوره کورنۍ کې په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. ښوونځی یې د دوستي په تجربوي لیسه کې په کابل کې پای ته رسولې ده. په ممتازه درجه یې د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته، پوهنتون ته د شمولیت د کانکور آزموینه ورکړه چې د عالي نمرو په اخیستو سره د کابل د طب دولتي انستیتوت ته بریالۍ شوه. له بده مرغه هغه وخت چې په هېواد کې تنظیمي ذات البینی جګړو زور واخیست او د افغانستان امنیتي وضعیت ډېرستونزمن شو، نو درخانۍ ذهین لکه د ډیرو نورو هېوادوالو په شان له خپلې درنې کورنۍ سره یو ځای د وطن پرېښودو ته اړه شوه، د طب په څانګه کې یې زده کړې نیمکړې پاتې شوې او له هېواد څخه بهر یې نورې زده کړې د اقتصاد او ادارې په څانګه کې په آلمان کې پیل او کله یې چې عالي تحصیلات پای ته ورسول، په ۱۹۹۹م . کال کې د امریکې متحده ایالاتو ته ولاړه. له هغه راهیسې امریکا کې ژوند کوي او هلته یې نورو زده کړو ته هم دوام ورکړ. د امریکا متحده ایالتونو کې یې د New Media Art او Digital Media په څانګو کې په بریالیتوب سره دیپلوم ترلاسه کړل. همدار نګه د Information Technology concentration in Cyber Security & Digital Media P.M.) ) په څانګه کې یې په عالی درجهٔ (Summa Cum Laude) د Texas A&M at San Antonio له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. همدا اوس د Mass Media په څانګه کې خپله یوه بله ماستری باندې د Texas State University په پوهنتون کې بوخته ده. آغلی د. ذهین په دری، پښتو،انگلیسی، آلمانی او روسی ژبو پوهېږي، په دغو ژبو خبرې او لیک کوي او په دغو څلورو واړو ژبو کاري او تحصیلي سابقه لري.
هغې په بریالیتوب سره وکولای شوچې د App Developer, Graphic Designer, Web Designer, Instructional Designer په برخه کار وکړي او له څو کلونو راهیسې په دري، پښتو او انگلیسي ژبو د لیکل شویوکتابونو د ژباړې، ایدیت او اهتمام چارې تر سره او بیلابیلو خپرندویانو سره یې خپله همکاري او فرهنګي او علمي چارو کې بوختیا ساتلې ده. د میرمن درخانی ذهین یو لوی فرهنګي خدمت دا دی چې د “لمر” ځلانده او نامتو خپرونې دامتیاز خاونده او مسئول مدیره ده . دغه مجله د ۲۰۲۱م. کال له جنوري څخه را په دې خوا په دري او پښتو ژبو په چاپي (هارد/کاغذی) او آنلاین(مجازي) بڼو خپرېږي او بیلابیلو هیوادو ته استول کېږي.
آغلې ذهین د فرهنګي چارو ترڅنګۍ، په ټولنیزو چارو کې هم بوخته ده. هغې وکولای شول چې د سان انتونیو په ښار کې د افغانانو ټولنه جوړه او رهبري کړي. همدارنګه د ( ډاکتران د افغانستان لپاره) بنسټ یې رامنځته کړ او د افغانستان جګړه ځپلو ولایتونو کې یې د ښوونې اوروزنې په برخو کې کار وکړ.

<